**څنګه کولای شئ خپل انډرایډ محفوظ وساتئ: **د بې سیمه او GPS (خدمتونو لاندې ځایونه) او د موبایل انټرنټ (چې د تنظیمات> شخصي> ځای له لارې کیږي) بند کړئ.
یاددښت: هغه وخت کې د ځای تنظیمات روښانه کړئ چې ورته اړتیا لرئ. که چیرې دا خدمتونه په اتومات ډول بند وي، د ځای تعقیبونې چانسونه کموي، د بطرۍ چارج زیات ساتي او د هغه معلوماتو له خپرولو څخه مخنیوی کوي چې د موبایل د روښانه اوفعاله اپلیکیشنونو په واسطه خپریږي.( اخیستل شوي له: )https://securityinabox.org/en/guide/basic-setup/android دا هم وګورئ له تنظیماتو څخه د ځایونو خدمتونه بند کړئ
**څنګه کولای شئ خپل آیفون محفوظ وساتئ: ** د بې سیمه او GPS ځایونه بند کړئ: همدارنګه تنظیمات> محرمیت> [ځایونو خدمتونه او ټول د ځایونو خدمتونه بند کړئ چې د ځایونو خدمتونه توکي کاروي او یا ستا په موبایل د دې خدمتونو لپاره کوم بل توکی یا اپلیکیشن کاروي. د دې لپاره چې د ټولو ویبپاڼو ته د ځایونو خدمتونه بند غیرفعاله کړئ، د سفاري اپلیکیشن د ځایونو خدمتونه بند کړئ. دا ځای وګورئ. څنګه کولای شو د iOS لپاره د ځایونو خدمتونه بند کړو: http://www.tomsguide.com/us/turn-off-location-services-iphone,news-21276.html
تنظیمات> امنیت> الي (Device) ته کوډ ورکول د دې لپاره چې ډاډمن شئ چې د موبایل بطرۍ مو چارچ شوې، شاوخوا یو ساعت نیسي ترڅو خپل انډراید توکی (device) ته کوډ ورکړئ. هرکله چې یې غواړئ پرانیزئ باید رمز یا پسورډ داخل کړئ.
ټول آیفونونو ته په اتومات ډول کوډ ورکړل شوي وي. سره له دې تاسو کولای شئ د دې لپاره چې لاسرسی ورته لا ستونزمن او پیچلی شي اوږد کوډ ورکړئ.
واټس اپ (WhatsApp) پیغامونه ټول کوډ ورکړل شوي دي ( دا په دې معنی ده چې د پیغامونو محتویات چې تاسو لیږئ یوازې تاسو او د پیغامونو لاسته راوړونکي لیدلای شي) خو د دې په هکله معلومات چې تاسو له چا سره او څومره موده خبرې کوي ټولیږي او ثبتیږي.
د Open Whisper Systems له خوا سیګنال د انډرایډ، ای او اس او ډیسکټاپ لپاره د خبرې کولو او پیغام استونې کوډ ورکړ شوی اپلیکیشن ده. سیګنال د نورو کاروونکو د خبرو اترو محفوظ ساتلو لپاره end-to-end encryption کاروي. سیګنال د کوډ ورکړل شوي پیغامونو، ګروپي پیغامونو، ضمیمو او رسنیز پیغامونو لیږدولو او اخیستلو لپاره کارول کیږي.
امنیتي معلومات چې د سیګنال هر کاروونکی باید پرې پوه شو
- اړین: د Smart Privacy لخوا د محرمیت ازموینه ورکړئ
- خپل نوم لپاره Google Alert جوړ کړئ
د دې لپاره چې د امنیت احساس وکړئ هر هغه څه وکړئ چې تاسو فکر کوئ ورته اړتیا لرئ. بشپړ لارښود دلته ولولئ
که چیرې تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ او په انګلیسي /اردو ژبو خبرې کوئ، کولای شئ د ډیجیټل حقوقي بنسټونو انلاین ځورونې مرستندویه لاین سره د دوشنبې – جمعې ورځ د سهار ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو پورې په لاندې ټیلفوني شمیره او بریښنالیک اړیکه ونیسئ. ټیلفون شمیره: +92 0800-39393 بریښنالیک: [email protected]