" هیڅ توپیر نه کوي ما څه کړي ـ هغه زه وموندلم. اوس زه پوهیږم چې هغه دا کار څنګه وکړ...." " واو، هو دا ډیر ښکاره کوونکی ده!" " دا لومړی ځل ده چې کوم څوک په دې برخه روښنایي اچوي .."
په اصل کې دا لارښود د ښځو سره د ناوړه چلند، ځورونې او تعقیبونې په تړاو جوړ شوی، خو د لارښود او د دې اصولو په نظر کې نیولو سره، کولای شي هرڅوک(نارینه او ښځینه)، هرچیرته او په هرډول حالاتو کې له دې څخه ګټه پورته کړي.
ایا داسې څوک شته چې ستاسو انځورونه ورسره وي خو تاسو پرې نه پوهیږئ چې څنګه او ولی یې ستاسو انځورونه ترلاسه کړي؟ ایا هغوی په داسې ځایونو کې تاسو ته ځانونه ښکاروي چې تاسو یې په اړه هیڅ فکر هم نه وي کړی؟ ایا هغوی ستاسو د ژوند په داسو موضوغ ګانو معلومات لري چې تاسو یې په اړه هیچا ته څه نه وي ویلي؟ نو په داسې حالت کې بې له شکه تاسو تعقیب شوي یاست.
نوي ټکنالوجۍ لکه انټرنټ/موبایل او داسې نورو ځینو ناوړه خلکو ته دا اسانتیا برابروي چې خپلې موخې هم افلاین او هم انلاین له لارې تعقیب کړي، وویروي او یا ورته ګواښونه وکړي. ښه خبر دا دی چې اوس کولای شئ ځان له دې ستونزو څخه وژغورئ! خپلې ستونزې وارزوئ او د دې لارښود په مرسته د هغو کنټرول په خپل لاس کې ونیسئ.
ستاسو د تعقیبیدو ډیری لارې شتون لري. ستاسو د تعقیبیدو چانسونه ستاسو شخصي حالاتو او مقابل لوري (تعقیب کوونکي) پورې تړاو لري. دا لارښود بشپړ ځواب نه دی ځکه چې تاسو ته ټولې هغه لارې او چارې نه ښیي چې ښایې په مرسته یې تعقیب کوونکی تاسو تعقیب کړي. خو کولای شي د معلوماتو د ښې زیرمې په توګه تاسو سره مرسته او ستاسو ملاتړ وکړي.
که چیرې تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ او په انګلیسي /اردو ژبو خبرې کوئ، کولای شئ د ډیجیټل حقوقي بنسټونو انلاین ځورونې مرستندویه لاین سره د دوشنبې – جمعې ورځ د سهار ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو پورې په لاندې ټیلفوني شمیره او بریښنالیک اړیکه ونیسئ. ټیلفون شمیره: +92 0800-39393 بریښنالیک: [email protected]